د اروپا د اقلیم پېژندې مرکز تېر جولای میاشت تر ټولو توده میاشت وبلله
![د اروپا د اقلیم پېژندې مرکز تېر جولای میاشت تر ټولو توده میاشت وبلله](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-da6e-08db8e9a9363_w800_h450.jpg)
د اروپا د اقلیم پېژندنې مرکز، کوپرنیک پرون سې شنبه اعلان وکړ چې د سږ کال جولای میاشت له هغه مهاله چې په نړۍ کې د تودوخې درجې ثبت کېږي، تر ټولو توده میاشت وه.
دا مرکز وايي، راټول شوي معلومات ښيي چې په دې میاشت کې هم د مځکې او هم د سمندرونو تودوخه د کال په دې فصل کې تر متوسطې درجې ډېره زیاته وه.
د اروپا د اقلیم پېژندنې مرکز څېړونکو او د بېلابېلو هېوادونو د هواپېژندنې ادارو د جولای میاشتې تر پای ته رسېدو مخکې خبرداری ورکړی و چې سږنۍ جولای به تر ټولو توده میاشت ثبت شي.