پولنډ د بېلاروس پولې ته د لس زرو اضافي سرتېرو د لېږلو پر پلان کار کوي
![پولنډ د بېلاروس پولې ته د لس زرو اضافي سرتېرو د لېږلو پر پلان کار کوي](https://gdb.rferl.org/4066e94d-3c53-4895-8a54-0d7dc30adbba_cx20_cy9_cw64_w800_h450.jpg)
د پولنډ د دفاع وزیر ماریوس بلاشاک وایي، حکومت یې د بېلاروس پولې ته د لس زرو اضافي سرتېرو د لېږلو پر پلان کار کوي.
نوموړي نن ویلي چې د دې ګام هدف د پوله ساتو ځواکونو پیاوړتیا ده.
بلاشاک ویلي، دوی د بېلاروس پولې ته دغه سرتېري د دې لپاره لېږي څو یرغلګر وډار کړي چې د برید جرئت ونه کړي.
بېلاروس په سیمه کې د روسیې متحد دی او روسیه کې د واګنر جنګیالیو له بغاوت وروسته د دغې ډلې زرګونه جنګیالي بلاروس کې ځای په ځای شول.
بېلاروس کې د واګنر جنګیالیو ځای په ځای کېدو د پولنډ په ګډون د ناټو د نورو غړو اندېښنه پارولې ده.