نایجریا: د وسله والو بریدونو کې لږ ترلږه ۲۰ تنه ووژل شول
د پلاتو د پولیسو ویاند الفرید الابو وویل، وسلوالو پرون پنج شنبه ۱۷ کسان په توګوام لاوورو کلي کې او ۳ نور په لایووک کلي کې ووژل.
الابو په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ډزو په نتیجه کې ځینې کسان ټپیان شوي دي.
هغه د کرارۍ غوښتنه کړې او ژمنه یې کړې چې د دې پېښې عاملان به تر نیول کېدو وروسته مجازات کېږي.