مایکروسافټ کمپني: د روسي کمپنیو د فعالیت جواز نه تمدیدوو
دغې امریکايي کمپنۍ دا خبره د اګست په ۱۱ مه د روسیې ټیلکم ډیلي اژانس ته په یوه لیږلی لیک کې کړی ده.
مایکروسافټ په روسیه کې خپل فعالیت د تیر ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې له کله چې روسیې پر اوکرایین غیر موجه یرغل وکړ، ودراوه.
خو د هغوو تولیداتو خرڅلاو ته يې دوام ورکړ چې لا د مخه پلورل شوي وو.
په سل هاوو لویدیز کمپینیو پر اوکرایین د روسیه له یرغل وروسته په دې هیواد کې خپل فعالیتونه درولي دي.