د اډوکېټ حکمت الله مسید د خوشي کولو لپاره احتجاج وشو
![د اډوکېټ حکمت الله مسید د خوشي کولو لپاره احتجاج وشو](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-3109-08db9b0aef4f_tv_w800_h450.jpg)
په کراچۍ کې د تښتول شوي اډوکېټ حکمت الله مسید د خوشي کولو لپاره احتجاج شوی دی. د اګست پر ۱۱مه د شوي احتجاج ګډونوالو د کراچۍ او حیدراباد ترمنیځ غځیدلی تر ټولو لوي سړک تر څلورو ساعتونو تړلی وو. وروسته احتجاج کوونکو او پولیسو ترمینځ تر مذاکراتو وروسته پرلتوالو احتجاج د یوې ورځې لپاره وځنډاوه. تفصیل په دې ویډیو کې واورئ