اسټرالیا د ښځینه فوټبال نړیوال جام فاینل ته لاره ومونده
د استرالیا او فرانسه لوبه د پنالټي شوټونو وروسته ۷ د ۶ پر وړاندې د استرالیا په ګټه پای ته ورسیده.
تمه ده چې د انګلستان او کولمبیا تر منځ سیالۍ په څو ساعتونو کې پیل شي.
د نن ورځي ګټونکې لوبډلې به پایلوبې ته ووځي.
د جمعې ورځې په لوبو کې اسپانیا او هالنډ نیمه پایلوبې ته وتلې وې.
د ښځینه فوټبال نړیوالو جام د استرالیا او نیوزیلند په ګډکوربتوب د جولای میاشتې په شلمه پیل او د اګست تر به شلمې دوام کوي.