د ښځو د فوټبال نړیوال جام؛ اسټرالیا او انګلستان نیمه پایلوبې ته ورسېدل
استرالیا له فرانسې سره په ټاکلي وخت کې صفر – صفر مساوي شوه بیا یې په پنلټي فرانسې ته شکست ورکړ.
په بله لوبه کې انګلستان په کولمبا دوه ګولونه او کولمبیا یو ګول وکړ.
تر استرالیا او انګلستان مخکې پرون اسپانیا او سویډن نیمه پایلوبې ته وتلي وو.
دا نړیوال جام د جولای په شلمه د استرالیا او نیوزیلنډ په کوربتوب پيل شوی ، چې پایلوبه به یې د اګسټ په شلمه ترسره شي.