هرمز تنګي کې خپلو کښتو ته د لویدیزو هېوادونو امر؛ د ایران اوبو ته مه نږدې کېږئ
![هرمز تنګي کې خپلو کښتو ته د لویدیزو هېوادونو امر؛ د ایران اوبو ته مه نږدې کېږئ](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-21ad-08db9452ad24_w800_h450.jpg)
په منځني ختیځ کې د لویدیځو هېوادونو په ملاتړ مېشتو سمندري ځواکونو هغو کښتیو ته چې له هرمز تنګي څخه تېرېږي خبرداری ورکړی، چې د ایران له سمندري اوبو تر وسې وسې لیرې سفر وکړي څو د ایران له خوا ولجه نه شي.
دې ورته خبرداری د روان کال په پیل کې هرمر تنګي ته نژدې د دوو ټانکرونو له ولجه کېدو مخکې هم ورکړل شوی و.
په داسې حال کې چې متحدایالات او ایران هغې احتمالي معاملې ته نږدې شوي، چې له مخې به یې د څو میلیارد ډالرو په ارزښت د ایران شتمنۍ، د پنځو ایراني الاصله امریکايي بندیانو د خوشې کولو په بدل کې ازادې شي، پرونی خبرداری ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سمندر کې کړکېچ لاهم پرځای پاتې دی.