د طالبانو د بیاځلي واکمني دوهم کال؛ د کندهار یو شمېر نجونې زده کوونکې: راتلونکی مو بېبرخلیکه دی
رڼا او اصلا دوې هغه نجونې دي چې پر اتم او شپږم ټولګیو يې د طالبانو د بندیز له امله زده کړې پر نیمايي پاتې شوي دي.
دوی د هغه ورځې کیسه کوي چې په وروستۍ ورځ له ښوونځیو بهر شوې او ورته وویل شول چې تر بله امره دې ښوونځیو ته نه ځي.
اوس چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله پوره شول د رڼا او اصلا په څېر دا مهال میلیونونه نجونې راتلونکي افغانستان کې د طالبانو له لوري له خطر سره مخامخ دي.
طالبانو د شپږم ټولګۍ پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز ترڅنګ هغوی له پوهنتون څخه راګرځولي او دغه راز یې د مېرمنو پر کار محدودیتونه هم لګولي دی.
نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ: