د تهران په یوه لوی بازار کې اور لګېدنې درانه زیانونه اړولي
د ایران نیمه دولتي خبري آژانس تسنیم د تهران د اطفاییې د ویاند له قوله خبر ورکړی چې وايي، دا اور د تهران په آهنګران بازار کې لګېدلی او شاوخوا دېرش ګدامونه او هټۍ یې سوځولي دي.
ویاند زیاتوي چې اطفایيې دا اور، پرته له دې چې څوک په کې ټپیان شي اداره کړی، خو د تسنیم د راپور له مخې احتمالي مالي زیانونه یې اړولي دي.