اسپانیا د ښځینه فوټبال نړیوال جام پایلوبې ته ووته
یادو لوبډلو نن په نیمه پایلوبه کې سیالۍ ترسره کړه چې دوه د یو پر وړاندې هسپانیې وګټله.
د یادو سیالیو دویمه نیمه پایلوبه به سبا د چهارشنبې په ورځ د کوربه اسټرالیا او انګلستان ترمنځ ترسره شي.
د دویمې نیمه پایلوبې ګټونکې لوبډله به د اګست په شلمه نېټه له هسپانیې سره پایلوبه ولوبوي او بایلونکې لوبډله به د اګست په ۱۹مه نېټه له سویډن سره د درېیم مقام لپاره سیالي وکړي.
د ویلو ده، چې د ښځینه فوټبال نړیوال جام سیالۍ په اسټرالیا او نیوزیلینډ کې د ۳۲ هېوادونو ترمنځ پیل شوې وې.