نن د بشر دوستۍ نړیواله ورځ ده
![نن د بشر دوستۍ نړیواله ورځ ده](https://gdb.rferl.org/B626C9C6-21EE-4A37-AB2E-A7C3068DB75E_w800_h450.jpg)
د اګسټ ۱۹مه د بشر دوستۍ نړیواله ورځ ده.
دا ورځ د هغو کسانو په نوم ده، چې په بشردوستانه کړنو بوخت وي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتریش د دې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې د دې ورځې مبارکي هغو کسانو ته ویلي، چې د بشري مرسته رسولو په کارونو بوخت دي.
دا ورځ سږ کال؛ مهمه نهده د چا لپاره، مهمه نهده چېرته او مهمه نهده چې څنګه تر شعار لاندې نمانځل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې بیا د نورو په ګډون هغه ښځې هم له کار کولو منع شوي چې د بشري مرستو رسولو په چارو کې په دندو بوختې وې.