کرزی طالبانو ته؛ نجونې زده کړو ته پرېږدئ، چې رېښتینې خپلواکۍ ته ورسېږو
![کرزی طالبانو ته؛ نجونې زده کړو ته پرېږدئ، چې رېښتینې خپلواکۍ ته ورسېږو](https://gdb.rferl.org/2aee1b0f-e53c-49c6-ab2a-e6498471d765_w800_h450.jpg)
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپلواکۍ د یوسل او څلورمې کلیزې په مناسبت په یوه پيغام کې د طالبانو پر سرپرست حکومت غږ کړی، چې ژر تر ژره د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ پرانیزي.
حامد کرزي په دې پيغام کې چې د ټویټر له لارې یې خپور کړی دی، دا هم ویلي دي چې زده کړه به افغانان د نورو له احتیاجه خلاص کړي او په دې ډول به د رېښتینې خپلواکۍ څښتنان شي.
طالبانو دوه کاله مخکې د کابل له نیولو وروسته تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي بند کړل او له شاوخوا اتو میاشتو راهیسې یې د پوهنتونونو دروازې هم د ښځو او نجونو پرمخ تړلې دي.