له بېلاروسه د امريکايي اتباعو د سملاسي وتو غوښتنه شوې
د ازادي راډیو بېلاروسي څانګې ویلي چې د امریکا سفارت پرون دوشنبه خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې بېلاروس ته دې سفر هم نه کوي.
سفارت په دغه خبرداري کې خپلو اتباعو ته ویلي چې له بېلاروسه د وتلو لپاره دې د لېتوانیا او لاتویا له پرانستو ځمکنیو بندرونو یا الوتکو نه کار واخلي.
په بېلاروس کې د متحدو ایالتونو سفارت په تېره اپرېل میاشته کې هم خپلو اتباعو ته ورته خبرداری ورکړی و.
تازه خبرداری وروسته تر دې ورکول کېږي چې لېتوانیا د اګست په ۱۸مه له بېلاروس سره پر پوله د تګ راتګ دوه لارې بندې کړې.
د ناټو دوه نورو غړو پولند او لاتویا هم ویلي چې ممکن له بېلاروس سره ځمکنۍ لارې وتړي.
د ناټو دغو هېوادونو پر بېلاروس تور پورې کړی چې مسکو ته یې پر اوکراین د یرغل لپاره خپله خاوره په اختیار کې ورکړې ده.