کرکټ؛ افغانستان د پاکستان پر وړاندې توپ اچونه کوي
دغه سیالي د سریلانکا په همبنټوټا ښار کې پیل شوې ده.
د افغانستان لپاره په نننۍ لوبه کې رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، اکرام عليخېل، محمدنبي، عظمت الله عمرزی، راشدخان، عبدالرحمن، مجیب الرحمن او فضل حق فاروقي لوبه کوي.
نجیب الله ځدراڼ بیا تر لوبو وړاندې د ټپونو له امله له دې لوبلړۍ بهر شوی او پرځای یې شاهدالله کمال انتخاب شوی دی.
د پاکستان په لوبډله کې نن فخرزمان، امام الحق، بابراعظم، محمدرضوان، افتخاراحمد، اغا سلمان، شاداب خان، اسامه میر، شاهین شاه اپریدي، حارث روف او نسیم شاه غوره شوي دي.
تر دې دمه د پاکستان دوه لومړني لوبغاړي فخرزمان، بابراعظم او محمدرضوان سوځېدلي دي.