پاکستان په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته د ۲۰۲ منډو هدف ورکړ
پاکستانۍ لوبډلې یوازې د لوبې ۴۸ اورونه ولوبول او ټولې ویکټې یې له لاسه ورکړې.
په افغان توپ اچونکو کې مجیب الرحمن تر نورو ښه وځلېد، چې درې مهمې ویکټې یې وسوځولې.
دغه راز راشدخان او محمدنبي دوه، دوه، فضل حق فاروقي او رحمت شاه بیا یوه یوه ویکټ واخیسته.
د پاکستان په توپوهونکو کې امام الحق یوازینی لوبغاړی و ،چې نیمه سلیزه یې جوړه کړه، هغه په ۶۱ منډو وسوځېد.
دغه راز شاداب خان او افتخار احمد په ترتیب سره ۳۹ او ۳۰ وکړې.
د افغان لوبډلې د توپوهنې پیل به رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ کوي.