د افغانستان ازادۍ جبهې د کابل په شمال کې د دوو طالبانو د وژلو ادعا کړې
دغې جبهې پر ایکس شبکه یا پخواني ټویټر لیکلي چې دغه چریکي برید تېره شپه یوه نیمه بجه د کابل-پروان په دروازه کې د طالبانو پر وسلهوالو ځواکونو شوی دی.
دغه دروازه د شمالي قره باغ اړوند ده.
د طالبانو د حکومت سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سیمې ته د خپلواکو سرچینو د نه لاسرسي له کبله ازادي راډیو دا ادعا نه شي تاییدولی.