افغاني سره میاشت: د بدخشان سلګونه کونډو سره مو نغدي مرسته وکړه
![افغاني سره میاشت: د بدخشان سلګونه کونډو سره مو نغدي مرسته وکړه](https://gdb.rferl.org/299ffa56-d23b-43f9-acdf-ac9e7af2d8c0_w800_h450.jpg)
د افغاني سرې میاشتې ټولنه، په بدخشان کې له سلګونو کونډو سره د نغدي مرستې خبر ورکوي.
دې ټولنې په خپلې ټولنیزې شبکې اېکس پاڼه کې چې پخوا ټویټرنومیده لیکلي، چې پرون شنبې یې د بدخشان په مرکزفیض آباد او د دې ولایت په پنځو ولسوالیو، وردوج، شهدا، جرم، بهارک او ارګو کې له هغو کونډو سره چې سرپرست نه لري، د ټولټال پنځه ملیونه او یولک افغانیو نغدي مرسته کړې ده.
د دې ټولنې په وینا، هرې کونډې ته ۸۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوي دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، د اړمنو او بې سرپرسته وګړو لاسنیوی د دې ټولنې یواصلي هدف دی.