د مرکزي اسیا جام سیالۍ؛ د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلنو کمعمره لوبډلې درېیم مقام وګاټه
![د مرکزي اسیا جام سیالۍ؛ د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلنو کمعمره لوبډلې درېیم مقام وګاټه](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-41c8-08db6e60acb1_w800_h450.jpeg)
د افغانستان د فوټبال تر اولس کلنو کمعمره لوبډلې د مرکزي اسیا جام سیالیو درېیم مقام وګاټه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله فېسبوک پاڼه کې ویلي چې د افغانستان د فوتبال ټیم د کافا جام سیالیو درېیمه لوبه ازبکستان ته درې د صفر پر وړاندې بایلوده او درېیم یې ځای یې خپل کړ.
تاجکستان د دې سیالیو اتلولي خپله کړه او ازبکستان دوهم مقام وګاټه.
په دې سیالیو کې چې د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې یې کوربنه وه، د افغانستان، ایران، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان ټیمونو ګډون کړی و.