زیلینسکي: پر فساد تورن کسان باید مجازات شي
هغه پرون یکشنبې په یوه تلوېزیوني مرکه کې چې په خپل ټیلګرام چینل کې یې خپره کړې ویلي، دی به له پارلمانه وغواړي چې د وړاندیزونو پر اساس یې د یوه قانون پر تصویبولو کار پیل کړي.
هغه زیاته کړه پر فساد تورن کسان باید مجازات شي ځکه اوکرایني ټولنه د ده په خبره د ډیموکراسۍ پر لور پرمختګ کوي او دې ته اړتیا ده چې سیستمونه د فساد مخه ونیسي.