ایران: د پوهنتون لس استادان د تېر کال له پراخو اعتراضونو د ملاتړ په تور ګوښه شوي
![ایران: د پوهنتون لس استادان د تېر کال له پراخو اعتراضونو د ملاتړ په تور ګوښه شوي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-de91-08db6d696ab1_w800_h450.jpg)
ایراني چارواکو، د پوهنتون هغه لس استادان له دندو لرې کړي، چې وېل کیږي د تېر کال پراخو اعتراضونو نه یې ملاتړ کړی و.
دغه اعتراضونه، د تېر کال په سپتمبر کې وروسته له هغې پيل شول، چې د مهسا امیني په نوم یوه ځوانه نجلۍ د حجاب نه درلودو په خاطر پولیسو شکنجه او بیا وروسته روغتون کې مړه شوه.
راتلونکې میاشت د مهسا امیني لومړنی تلین دی او ایراني چارواکو مخکې له مخکې له خلکو غوښتي، چې له مظاهرو او لاریونونو لاس په سر شي.
د تهران له پوهنتونونو په لرای کړل شویو استادانو کې میرمنې هم شاملې دي.
په ایران کې تر ډېره محصلان او استادان د مدني ازادیو د دفاع په خاطر د مظاهرو د لیکو په سر کې وي.