پاکستان کې د بجلۍ په بلونو کې د زياتوالي پرضد احتجاجونه شوي
![پاکستان کې د بجلۍ په بلونو کې د زياتوالي پرضد احتجاجونه شوي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-4be7-08dba886afcd_tv_w800_h450.jpg)
د اګست پر ۲۹مه د مردان په ګډون د پاکستان په ځينو نورو ښارونو کې د بجلۍ (برېښنا) په بلونو کې د زياتوالي پر ضد احتجاجي مظاهرې وشوې. مظاهرچيانو له حکومته غوښتنه کوله چې په بلونو کې دې اضافي ټېکسونه ختم کړي. بلخوا د پاکستان نګران وزيراعظم د برېښنا رسولو ملي ادارې ته لارښوونه کړې چې ولس ته دې اسانتياوې ورکړي. نور حال د عظمت علي شاه په ويډيويي راپور کې.