اسراییلي الوتکې ته د بېړنۍ ناستې اجازه؛ صدراعظم یې له سعودي عربستان څخه مننه وکړه
![اسراییلي الوتکې ته د بېړنۍ ناستې اجازه؛ صدراعظم یې له سعودي عربستان څخه مننه وکړه](https://gdb.rferl.org/10040000-0aff-0242-21a9-08da5e824693_w800_h450.jpg)
د اسراییل صدراعظم بینامین نتانیاهو نن د سعودي عربستان له چارواکو مننه وکړه، چې د اسراییل د هوایي شرکت یوې الوتکې ته یې په جده کې بیړنۍ ناستې ته اجازه ورکړې.
د آیر سیچلیس دغه الوتکه چې سپرلۍ یې اسراییلیان و، له سیچلیس نه تلبیب ته روانه وه.
سعودي عربستان او اسراییل چې په خپلو کې رسمي اړیکې نه لري.
د ۲۰۲۲ کال ترجولای میاشتې پورې د سعودي عربستان هوایي قلمرو اسراییل ته د تلونکو او له هغه ځایه د وتونکو الوتنو پرمخ تړلی و.
سعودي عربستان خپل هوایي قلمرو هغه مهال د الوتنو پرمخ داسې مهال پرانیست، چې د امریکا ولسمشرجوبایډن دغه هېواد ته سفر کاوه.
دغه اسراییلي الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله په جده کې بېړنۍ ناستې ته اړ شوې وه.
د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې یوې اسراییلي چارټریا کرایه شوې الوتکې له جدې ټول اسراییلیان انتقال کړل.