د طالبانو ټولګټو وزارت: سالنګ لاره ۱۰ ورځې وروسته د رغونې لپاره په بشپړه توګه تړو
![د طالبانو ټولګټو وزارت: سالنګ لاره ۱۰ ورځې وروسته د رغونې لپاره په بشپړه توګه تړو](https://gdb.rferl.org/02490000-0aff-0242-b21b-08daf3f805fc_w800_h450.jpg)
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټولګټو وزارت خبري سرچینې وایي، د سالنګونو لویه لار به څه باندې یوه اونۍ وروسته د سنبلې په ۱۹ نیټه د هر ډول ترافیکي وسایطو پر مخ وتړل شي.
د تولګټو وزارت نن چهارشنبې په یوې اعلامیه کې ویلي، د سالنګونو د اتیا کیلومتره لويې لارې د بیا رغوني چارې له څه مودې راهیسې پیل شوي او د سالنګ تونل دننه د کانکریټ اچولوپه موخه به دغه لارد یولس ورځو په مخ تړلې وي.
په اعلامیه کې کې له ملي سوادګرو، موټرچلونکو او ټولو هیوادوالو غوښتل شوي، چې د دې یولسو ورځو په جریان کې دې خپلې اړونده اړتیاوي پوره کړي.
د افغانستان په شمال کې د سالنګ لاره یوازېنی لاره ده، چې اته شمالي ولایتونه له مرکز او د هېواد له نورو سیمو سره نښلوي.
مسافرو او موټرچلوونکو تل د دغې لویې لارې چې د سالنګ په تونل کې تېرېږي، له خرابوالي شکایت کړی دی.