په زوره د تری تم شويو کسانو نړيواله ورځ
![په زوره د تری تم شويو کسانو نړيواله ورځ](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-2540-08dba941b11e_tv_w800_h450.jpg)
د اګست ۳۰مه نېټه د جبري لادرکه کړل شویو کسانو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. په دغه ورځ په پاکستان کې هم د ورکو شویو کسانو خپلوان احتجاجونه کوي. دا په داسې حال کې ده چې د ورکو بلوڅانو کورنۍ له تېرو څو کلونو راهیسې په احتجاج دي. بلخوا د خیبر پښتونخوا په سوات او قبایلي ضلعو کې هم وخت په وخت د لادرکه شویو کسانو کورنیو احتجاجونه کړي دي. د لادرکه شویو کسانو کورنۍ وایي چې د هېواد امنیتي او استخباراتي ادارې یې د خپلوانو په لادرکه کولو کې لاس لري خو هغوی تل دغه تورونه رد کړي دي.