د مقاومت جبهې په نوم ډلې د ۵ طالبانو د وژلو ادعا کړې ده
د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو مخالفه ډله ادعا کوي، چې په تخار ولایت کې یې پنځه طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
دغې ډلې نن په یو بیان کې ویلي، چې وسله والو یې دا برید بېګا د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه پوسته کړی.
همداراز د ازادۍ جبهې په نوم بله ډله ادعا کوي، چې د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه پوسته په برید کې یې ۲ طالبان وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي او خپلواکو سرچینو هم دا ادعاوې نه دي تایید کړي.