حقاني: د نجونو تعلیم اړتیا ده او نړیوال دې د شرایطو تر برابرېدو صبر او زغم ولري
د اسلامي همکاریو سازمان یوه پلاوي د طالبانو د حکومت کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره خبرو کې تعلیم د نجونو او هلکانو مساوي حق یاد کړی دی.
دا خبره په هغې خبرپاڼه کې شوې چې پرون دوشنبه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له خوا رسنیو ته لېږل شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، سراج الدین حقاني هم ویلي چې د نجونو تعلیم د ټولنې اړتیا ده او په خبره یې نړیوال دې د شرایطو تر برابرولو صبر او زغم ولري.
د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې کابل کې دی، تراوسه د خپلو لیدو کتو جزییات نه دي رسنیز کړي.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د نجونو د تعلیم او تحصیل مخه نیولې او په نړیوالو او کورنیو موسسو کې یې د هغوی پر کارکولو هم بندیز لګولی دی.