سولیوان: د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ د وسلو اړوند خبرې د پرمختګ په حال کې دي
![سولیوان: د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ د وسلو اړوند خبرې د پرمختګ په حال کې دي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-d892-08db7f209187_w800_h450.jpg)
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان پرون وویل چې د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ د وسلو اړوند خبرې عملاً د پرمختګ په حال کې دي.
هغه د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ته خبرداری ورکړ چې که د اوکراین د جګړې لپاره روسیې ته وسلې ورکړي نو هېواد به یې د دې کار بیه پرې کړي.
سولیوان وویل، روسیې ته د وسلو برابرول به د شمالي کوریا لپاره ښه نه وي او که دا کار وکړي نو بیه به یې نړیوالې ټولنې ته پرې کړي.
کریملین پرون وویل، له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د کتنې لپاره روسیې ته د کیم جونګ اون د سفر د راپورونو په اړه د ویلو لپاره هېڅ هم نه لري.