د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اوکراین ته ځي
ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن نن د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېږي.
د نوموړي دغه سفر له مخکې نه و اعلان شوی او د لومړي ځل لپاره د اوکراین رسنیو یې خبر ورکړ.
د امریکا د بهرنیو چا وزارت یوه ویاند په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.
له کییف څخه د بلېنکن دغه کتنه چې تمه یې کېږي، څو ورځې وروسته له هغې ترسره کېږي چې د اوکراین ولسمشر په پوځي قراردادونو کې د فساد په اړه د راپورته شویو اندېښنو ته په پام خپل دفاع وزیر او یو شمېر نور چارواکي له دندو لیرې کړل.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان تېره اوونۍ د اوکراین له درېیو جګپوړو چارواکو سره پر دې خبرې وکړې چې په څه ډول کېدای شي د جګړې په جریان کې د فساد مخه ونیول شي.