د بوسنیا هرزګووینا کې په جنګي جرمونو د درېیو کسانو محاکمه پیل شوې
په بوسنیا هرزګووینا کې په جنګي جرمونو د درېیو تورنو کسانو محاکمه پرون پیل شوه.
سلاوکو پوهالیچ، دراګان سکربیچ او راتکو دامیانوویچ پر لسو ښځو او نجونو د جنسي تېري په ګډون په جنګي جرمونو تورن دي.
د دې جنایت په قربانیانو کې یوه ښځه مړه شوې او دوو نورو چې حمل یې اخیستی و، ماشومان زېږولي دي.
د بوسنیا هرزګوینا د لویې څارنوالۍ دفتر ویلي چې په دې قضیه کې یې د درېیو متخصصانو په ګډون د ۱۸۰ عیني شاهدانو، اظهارات ترلاسه کړي او د شواهدو له څه باندې۹۰۰ نورو مواردو سره یې محکمې ته سپارلي دي.
په پخوانۍ یوګوسلاویا کې د کورنۍ جکړې پرمهال په ۱۹۹۲ کال کې له ۳۰ زرو زیات غیرسرب وګړي د سربیا جمهوریت د پوځي او ملکي چارواکو له خوا په پریدور کمپ کې اچول شوي وو، چې لږترلږه ۲۱ کسان د شکنجو او د ناوړه چلند په نتیجه کې مړه شول.