فوټبال؛ افغانستان له فیلیپین سره دوستانه سیالي کوي
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن په یوه دوستانه سیالۍ کې له فیلیپین سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خبر له مخې چې یاده سیالي به د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې پیل شي.
یاده سیالي د فیلیپین په پلازمېنې مانیلای کې ترسره کېږي.
باید وویل شي چې تېره میاشت د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې له بنګلهدېش سره هم دوه دوستانه سیالۍ ترسره کړې چې په مساوي توګه پای ته ورسېدې.