د اوکراین ولسمشر د دولتي چارواکو د شتمنیو پټ ساتلو لایحه مسترده کړه
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي نن هغه لایحه مسترده کړه چې دولتي چارواکو ته د خپلو شتمنیو د پټ ساتلو اجازه ورکوي.
د اوکراین پارلمان تېره اوونۍ د هغو قوانینو د بیا احیا لپاره رایه ورکړه چې چارواکي د خپلو شتمینو په اعلان مکلف ګرځوي.
دا لایحه په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته ځنډول شوې وه، خو د پارلمان په پرېکړه کې چارواکو ته د یوه بل کال لپاره وخت ورکړل شوی و چې خپلې شتمنۍ پټې وساتي.
زیلینسکي بېګا په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې چارواکي باید یو کال وروسته نه، بلکې همدا اوس خپلې شتمنۍ اعلان کړي.
دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې زیلینسکي په حکومت کې دننه د فساد د له منځه وړلو لپاره هڅې پیل کړي او غواړي خپلو متحدانو ته هم د فساد پرضد د مبارزې ډاډ ورکړي.