غور کې 'آی اې ایم' موسسه د خپلو نیول شویو ۱۸ کارکوونکو په اړه اطلاعات نه لري
دې موسسې پرون وویل چې د سپټمبر په درېیمه او دیارلسمه یې اتلس تنه کارکوونکي طالبانو په غور کې نیولي او کابل ته یې انتقال کړې دي.
په نیول شویو کسانو کې یو امریکایي ډاکتر دی.
د نړیوال مرستندویه ماموریت موسسه وایي، نه د خپلو نیول شویو کسانو له برخلیکه خبره ده او نه هم په دې پوهېږي چې دا کسان ولې نیول شوي دي.
په غور کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس مولوي عبدالحی زعیم ویلي چې د دې موسسې اتلس تنه نیول شوي او دی ادعا کوي چې دې کسانو عیسویت ته تبلیغ کاوه.
د نړیوال مرستندویه ماموریت موسسې په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.