د ارزګان بزګران د اغاجان بند د جوړېدو غوښتنه لري
![د ارزګان بزګران د اغاجان بند د جوړېدو غوښتنه لري](https://gdb.rferl.org/08550000-0a00-0242-63bc-08db02795ca0_w800_h450.jpg)
د ارزګان ولایت بزګران وايي، که په دغه ولایت کې د سېلابونو اوبه مهار نه شي، دغلته به د خلکو ژوند نور هم له ستونزو سره مخامخ شي.
دوی وايي، په دغه ولایت کې د اوبو کچه ورځ تربلي ښکته کیږي او خلک د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ دي.
د ارزګان دا اوسیدونکي دا هم وايي، په دغه ولایت کې په کمو امکاناتو د اغاجان په نوم بند جوړېدلای شي.
دا خلک زیاتوي، چې د یاد بند له جوړیدو سره به نه یوازې ددغه ولایت خلک د اوبو څخه برخمن شي؛ بلکې په لږه بیه دایمي برېښنا به هم ورته برابره شي.
په دې اړه زموږ د همکار راپور د دغه لېنک له کېکاږلو سره واورئ: