بدخشان: د چین پولې ته څېرمه د ورېښمو لارې د جوړیدو چارې پیل شوې
د افغانستان د شمال ختیځ ولایت بدخشان او د چین د پولې تر منځ د غځیدلي نژدې پنځوس کیلو متره سړک د رغونې چارې پيل شوې.
دغه سړک چې د ورېښمو لارې په نوم یادیږي پنځه متره سور لري او د طالبانو د کلیو د رغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې څه باندې ۳۶۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي چې د دوی له بودجې ورکول کیږي.
بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر معزالدین احمدي نن دوشنبه باختر خبري اژانس ته ویلي، چې له دې لارې له چین سره سوداګریزه راکړه ورکړه څو برابره ارزانه تمامیږي.
دا پروژه داسې مهال پرانستل کیږي، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ را وروسته د لومړي ځل لپاره تېره اونۍ چین کابل ته نوی سفیر معرفي کړ.
چین لکه د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو سوداګریزه او اقتصادي راکړه ورکړه سره لري.