این آر سي: په افغانستان کې د اوسني بشري ناورین مهم لامل سیاسي بېثباتي ده
د ناروې د کډوالو شورا یا 'این آر سي' وايي، په افغانستان کې د نن ورځې بشري کړکېچ په اصل کې یو سیاسي بحران دی.
په افغانستان کې د بشري ناروین په اړه د ناروې د کډوالو شورا اندېښنه وښوده.
دغه شورا وايي، په افغانستان کې د اوسني بشري ناورین یو مهم لامل په دغه هېواد کې سیاسي بي ثباتي ده.
د یادې شورا د عدالت غوښتنې برخې مشرې بکي روبي د سې شنبې په ورځ د امریکا د سولې په انسټېټیوټ کې د خپلې وینا پر مهال په افغانستان کې د طالبانو د تیرې دوکلنې دورې پر مهال د رامنځته شوي بشري بحران اصلي لامل د سیاسي بې ثباتۍ ترڅنګ د طالبانو لخوا په افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو په اړه بې شمېره فرمانونه او محدویتونه ښودلي.
خو طالبان بیا په افغانستان کې د بشري ناروین په اړه د نړېوالو راپورنه تل پروپاګند بللی دی.
اغلې روبي ویلي، د افغانستان خلک اوږدمهاله پایښت لرونکي حللارو ته اړتیا لري او دا ستونزې یوازې د بشري مرستو په زیاتوالي نه حلېږي، بلکې پراخ اقتصادي ثبات او د پراختیایي مرستو بیا پیل ته اړتیا ده.
د نوموړې په خبره، په افغانستان کې بانکي سکتور، اقتصادي بنسټونه، د نړیوال بانک د مرستو کمېدل او په دغه هیواد بندیزونو یې د خلکو ستونزې څو چنده زیاتې کړي.
د امریکا د سولې انسټېټیوټ د ناروې شورا د عدالت غوښتنې د مشرې له قوله لیکلي چې نړیواله ټولنه د سختو اړتیا وړ مرستو د برابرولو لپاره خپله جدي هڅه کوي، خو په ټکو یې په کابل کې واکمن نظام خپلې سخت دریځې پالیسي پرمخ وړي، په داسې حال کې چې افغانان سختو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
دغه انسټېټیوټ په یوې خپرپاڼه کې لیکلي چې دغه هېواد به تر هغه وخته پورې د بحرانونو له دورې سره مخ وي تر څو چې ژورې اقتصادي ننګونې حل شوي نه وي.
خو ناروې د کډوالو شورا دغه ادعا څومره له واقعیتونو سره نږدې ده؟
د سیاسي چارو کتونکی بشیر دودیال له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ناروې شورا خبره تر ډېره سمه ګڼي.
هغه وايي، سیاسي ثبات د ټولو ستونزو د حل یوه مهم لاره ده.
نوموړي زیاته کړه: "په اصل کې حرکت او پیل سیاسي و او ورپسې دا نور تغییرات چې راغلی منفي پایلې یې ورکړي. د ټولنې ټوله بدبختي، دربدري، که هغه په ټولنیزه، اقتصادي، فرهنګي، نظامي او تعلیمي برخو کې وي د همدې بې ثباته سیاسي حالاتو پایله ده."
له دې سره په خوا کې اقتصادي شنونکي اظهار فضلي بیا د ناروې شورا دغه څرګندونو ته په اشاره سره وايي، د کمزورو سیاسي اړیکو له امله د افغانستان اقتصادي اړیکي له بهرنیانو سره کمرنګه دي.
خو د نوموړي په خبره، قوي اقتصادي اړیکې کولای شي دننه په افغانستان کې د ډېرو ستونزو حل ته لارې ومومي.
هغه ازادي راډیو ته وویل: "زموږ اقتصادي اړیکې کمرنګه دي، نو اوسنی بشري بحران چې په افغانستان کې راغلی او که هغه د بېکارۍ په برخه کې ده، که د مهاجرت برخه ده او که هغه د کاري فرصتونو نشتون ده، اصلي عوامل په افغانستان سیاسي بحران دی، ځکه له دې وړاندې به بهرنۍ پانګونه وه، بهرنیان به راتلل افغانستان ته. بهرنیو هېوادونو سره موږ اقتصادي او سوداګریز اړیکې درلودې چې ټول اوس ډېر ضعیف او یا هم په نشت کې حساب دي."
د ناروې د کډوالو شورا په داسې حال دغه څرګندونې کوي چې له دې وړاندې په افغانستان کې هغه مرستندویه نړیوالې موسسې چې خلکو ته یې د بشري مرستو په برخه کې مرستې رسولې د بودجې له کمښت نه شکایت کړی دی.
له دې وړانډې د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره وجهي صندوق یا یونېسف ویلي وو چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر د روان کال په مې میاشت کې ۲۹.۲ میلیونو ته لوړ شوی دی.