'سي پي جی' چک جمهوریت ته: د ایسټوریز خبریالانو امنیت تضمین کړئ
!['سي پي جی' چک جمهوریت ته: د ایسټوریز خبریالانو امنیت تضمین کړئ](https://gdb.rferl.org/770ADA93-6968-4C4F-AB6D-BF96DF334199_cx25_cy20_cw52_w800_h450.jpg)
د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې په چک جمهوریت غږ کړی چې د خپلواکې تحقیقاتي خبري ویبپاڼې، 'ایسټوریز' خبریالانو ته د ورپېښو خطرونو په اړه تحقیقات وکړي او د خبریالانو امنیت يې تضمین کړي.
د روان کال د مارچ او سپټمبر میاشتو ترمنځ 'ایسټوریز' د خطر څلور پیغامونه ترلاسه کړي وو.
په پیغامونو کې د 'ایسټوریز' د دوو خبریالانو، چې په پراګ کې ژوند کوي نومونه، ادرس او د سفر ټول جزییات ورکړل شوی وو.
پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د 'ایسټوریز' د دې دوو خبریالانو په ګډون زیاتره کارکوونکی په چک هېواد کې ځای پر ځای شوي دي.