د چين اسيايي سيالۍ؛ افغان کرکټ لوبډله سرېلانکا سره لوبيږي
![د چين اسيايي سيالۍ؛ افغان کرکټ لوبډله سرېلانکا سره لوبيږي](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-8e1b-08dbae252caa_w800_h450.jpg)
د چین په اسیایي سیالیو کې د افغانستان کرکټ الف لوبډله په منځلوبو یا کوارټرفاینل کې لوبیږي چې سیال یې د سریلانکا لوبډله ده.
د دې دوو ټیمونو ترڅنګ د هند، پاکستان او بنګله دیش الف ټیمونه هم په کوارټرز فاینل کې ځای شوې دي.
د افغانستان الف لوبډله به په اسیایي المپیک کې د اکتوبر په څلورمه له سریلانکا سره مسابقه وکړي.
د دې سیالیو پایلوبه د اکتوبر په اوومه ده.
د افغانستان کرکټ ټیم په دوه زره لسم کال کې د اسیایي لوبو په ترڅ کې د سپینو زرو میډال ګټلی و.