د ارمنستان حکومت: له نګرنو-قره باغ څخه نږدې ۸۵ زره کسانو له جګړې پناه راوړې
![د ارمنستان حکومت: له نګرنو-قره باغ څخه نږدې ۸۵ زره کسانو له جګړې پناه راوړې](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-77cf-08dbc0b1f504_w800_h450.jpg)
د ارمنستان حکومت وايي له لانجمنې سیمې نګرنو-قره باغ، څه کم پنځه اتیا زره کسان دغه هېواد ته ورغلي دي.
دا له کله چې اذرباییجان روانه میاشت په دې سیمه کې پوځي عملیات پیل کړل او پر دغه سیمه یې بشپړه ولکه ټینګه کړه، له دې ځایه په خټه د ارمنانو وتل دوام لري.
د ارمنستان د صدراعظم ویاندې نازیلي بغداساریان وویل، پر ځايي وخت د نن سهار تر شپږو بجو له نګرنو-قره باغ څلور-اویا-زره-اووه-سوه-اویا کسان ارمنستان ته داخل شوي، چې دا د دې سیمې د تخمیني وګړو څه باندې دوه پر درېیمه برخه وګړي دي.