ازادۍ جبهې بیا بګرام کې پر طالبانو د برید ادعا کړې ده
د طالبانو یوې مخالفې ډلې، د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې تېره شپه یې د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ په ودانۍ کې دننه د طالبانو پر یوه قرارګاه په حمله کې ۵ طالبان وژل شوي او د دوی د یوه سرګروپ په ګډون ۴ نور ټپیان شوي دي.
د ازادۍ جبهې نن په خپل اېکس شبکه کې لیکلي، دوی بګرام ولسوالۍ پر ودانۍ حمله کړې، چې په یو ساعته نښته کې طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
دغې جبهې لیکلي، چې د دوی وسلوالو ته زیان نه دی اوښتی.
طالبانو د دې پېښې په باب تبصره نه ده کړې.
خپلواکو سرچینو هم دغه ادعا نه ده تایید کړې.