د افغان نجونو والیبال لوبډلې د قزاقستان پر وړاندې ماتې وخوړه
![د افغان نجونو والیبال لوبډلې د قزاقستان پر وړاندې ماتې وخوړه](https://gdb.rferl.org/CDCE49B0-C9A6-483A-875B-1FCDDE11694A_w800_h450.jpg)
د افغانستان د نجونو د والیبال ټیم په چین کې د اسیايي لوبو پر مهال د قزاقستان د نجونو د ټیم په وړاندې درې د صفر په مقابل کې ماتې وخوړه.
دغو ټیمونو نن په D ګروپ کې په خپلو کې لوبه وکړه.
د اسیا د والیبال فډراسیون د راپور له مخې، د قزاقستان ټیم دغه لوبه وګټله.
ټاکل شوې د افغانستان د نجونو د والیبال ټیم د جاپان په وړاندې سبا لوبه وکړي او بل سبا به د هانګ کانګ په وړاندې مسابقه ولري.
د افغانستان د نجونو د والیبال ټیم له ایرانه په اسیایي لوبو کې ګډون کړی دی.
د دې لوبډلې روزونکی وايي، چې د نجونو د والیبال ټیم د ایران په بېلابېلو ولایتونو کې ژوند کوي او هغوی ته د ګډ تمرین زمینه برابره نه وه.