متحده ایالات: د سوریې شمال کې د داعش یو اسانتیا برابرونکی وژل شوی
![متحده ایالات: د سوریې شمال کې د داعش یو اسانتیا برابرونکی وژل شوی](https://gdb.rferl.org/90F91736-DF2C-4E79-BA57-3C61116815CD_w800_h450.jpg)
د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ ځواکونو د سوریې په شمال کې د چاپې پر مهال د اسلامي دولت ډلې یا اداعش یو اسانتیا برابروونکی نیولی دی.
دغې قوماندانۍ نن شنبه ویلي،د ابراهیم الحاجي شیخ د نیولو لپاره دغه چاپه د پنج شنبې په ورځ د څرخي الوتکې په مرسته اچول شوې ده.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ تېره دوشنبه په سوریه کې د داعش د عملیاتي او اسانتیا برابروونکي مسوول ابو خلیل الفذاني د نیولو خبر هم ورکړی و، چې ګومان کېږي په سیمه کې یې د داعش له ټولې شبکې سره ارتباط درلود.
دغه قوماندانۍ وايي په دواړو عملیاتو کې ملکیانو ته زیان نه دی اوښتی.