اوکراین: د روسیې ۱۶ بې پيلوټه الوتکې مو نسکورې کړي
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د چیرکاسي والي ایهور تابوریتس نن په ټلګرام کې لیکلي، چې دغو بې پېلوټه الوتکو د اوکراین پر دغه مرکزي سیمه حمله کړې وه، چې په اومان ښار کې یې صنعتي تاسیسات ویشتلي دي.
د ده په وینا، په پېښه کې یو تن ټپي شوی او په یوه زېرمه کې چې غله جات په کې ساتل کېدل اور لګېدلی دی.
اژانس لیکلي چې دغه راپورونه په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.