د کرکټ نړیوال جام؛ د افغانستان او سریلانکا تمریناتي سیالي هم ورښت ځنډولې
![د کرکټ نړیوال جام؛ د افغانستان او سریلانکا تمریناتي سیالي هم ورښت ځنډولې](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-27ba-08dbc3ed854a_w800_h450.jpg)
ټاکل شوې، چې نن د نړیوال جام د تمریناتي سیالیو په لړ کې افغانستان د سریلانکا پر وړاندې لوبه وکړي.
دغه سیالي باید د کابل پر وخت تر غرمې وروسته یوه بجه پیل شوی وای، خو ورښت ځنډولې ده.
د سیالۍ پچه اچول شوې، چې افغان لوري ګټلې او توپوهنه یې غوره کړې.
د لوبې د اصولو له مخې، په تمریناتي سیالۍ کې ټول پینځلس کسیز نوملړ ته د لوبیدو چانس ورکول کېږي.
د ویلو ده، چې د افغانستان لومړۍ لوبه د سویلي افریقا پر وړاندې وه چې د ورښت له امله ترسره نشوه.