فوټسال؛ د افغانستان او اندونیزیا لوبډلې سیالي لري
![فوټسال؛ د افغانستان او اندونیزیا لوبډلې سیالي لري](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-ece6-08dbc828cc84_w800_h450.jpg)
ټاکل شوې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن ماښام د اندونیزیا له لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
دغه سیالۍ چې د ۲۰۲۴ کال د اسیا فوتسال جام ته د لار موندنې په لړ کې ترسره کیږي، د کابل په وخت ماښام اته نیمې بجې پیلېږي.
د اسیا د فوټبال کنفدراسیون د معلوماتو له مخې افغان لوبډلې د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې تېره شپه د کوربه هېواد سعودي عربستان لوبډلې ته درې-دوه ماتې ورکړه.
که چېرته افغان لوبډله د اندونیزیا په وړاندې بریالۍ شي، د راتلونکي کال د اسیا فوټسال جام ته چې د تایلند په کوربه توب ترسره کېږي، لاره پیدا کوي.