اسراییلي ځواکونو په غزه کې د حماس پر اهدافو بمباري کړې
![اسراییلي ځواکونو په غزه کې د حماس پر اهدافو بمباري کړې](https://gdb.rferl.org/3bc9c2c0-2736-424d-976a-573fb84ef4cf_w800_h450.jpg)
پر غزه نن هم د اسراییلي ځواکونو بمباري روانه ده او هلته یې د حماس ډلې اهداف په نښه کړي دي.
بل لور ته نن د اسراییل په جنوبي ښارونو کې د حماس د پنځه ورځې مخکېني برید له امله د نورو تلفاتو خبرونه خپاره شوي دي.
د اسراییل د پوځ ویاند جانتان کانریکاس وویل، د اسراییلیانو تلفات یو زر دوه سوو ته رسېدلې چې اکثر یې ملکیان دي.
اسراییل د خپلو یوسل او نهه شپېته پوځیان د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.
په غزه کې چارواکي وایي چې د اسراییلي ځواکونو د بمباریو له امله تر اوسه تر ۹۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.