د اسراییل صدراعظم اضطراري حکومت ته د واک په سپارلو موافقه کړې
![د اسراییل صدراعظم اضطراري حکومت ته د واک په سپارلو موافقه کړې](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-f018-08dbc8fde107_w800_h450.jpg)
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د اپوزسیون له مخکښ مشر بیني ګانټس سره موافقه وکړه چې په دغه هېواد کې اضطراري حکومت ته واک وسپارل شي.
دې حکومت ته د جګړې د وخت د بېړني حکومت نوم ورکړل شوی دی، نور جزییات لا له رسنیو سره نه دې شریک شوي.
بل لور ته نن د اسراییل په جنوبي ښارونو کې د حماس د پنځه ورځې مخکېني برید له امله د نورو تلفاتو خبرونه خپاره شوي دي.
د اسراییل د پوځ ویاند جانتان کانریکاس وویل، د اسراییلیانو تلفات یو زر دوه سوو ته رسېدلې چې اکثر یې ملکیان دي.
اسراییل د خپلو یوسل او نهه شپېته پوځیان د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.
په غزه کې چارواکي وایي چې د اسراییلي ځواکونو د بمباریو له امله تر اوسه تر ۹۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.