د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر چین ته رسېدلی
د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیپ بورېل نن چین ته ورسېد.
بورېل د چین د درې ورځني سفر په ترڅ کې غواړي چې هلته سږ کال د اروپایي ټولنې او چین یوې سرمشریزې ته زمینه برابره کړي.
دی به د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ اي او نورو چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو، نړیوالو ګواښونو او سوداګرۍ خبرې وکړي.
چین ته د اروپایي ټولنې د مشر سفر سږ کال تر دې مخکې دوه ځله وځنډېد.