عرفان زېده وال وايي اول ناامنۍ او اوس ګرانۍ پښتو هنر اغېزمن کړی دی
![عرفان زېده وال وايي اول ناامنۍ او اوس ګرانۍ پښتو هنر اغېزمن کړی دی](https://gdb.rferl.org/eafd7b94-5a28-4738-b76f-6e78363ddc7e_w800_h450.jpg)
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د صوابۍ د زېدې کلي يو سندرغاړی او باجه (هارمونيم) غږوونکی عرفان زېده وال دی. نوموړی د يوې هنري کورنۍ دی. زېده وال د هنر پيل له تبلې غږولو کړی وو خو وروسته يې باجه او ورسره سندره ويل زده کړل. دی وايي، ۲۵ کاله د نوميالي ولسي سندرغاړي کفايت شاه باچا په هنري ډله کې پاتې شوی. هغه زياتوي چې د خلکو د اقتصادي ستونزو له وجې د هنرمندانو کار روزګار خراب شوی دی. د عرفان زېده وال دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.