اسراییلو ته د مکرون سفر؛ هغه په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو خبرداری ورکړ
![اسراییلو ته د مکرون سفر؛ هغه په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو خبرداری ورکړ](https://gdb.rferl.org/3b43f2e4-8714-49a5-85fd-0c63fc0ab79d_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
د فرانسې ولسمشر ژمنه وکړه چې هېواد به یې اسراییل له حماس ډلې سره په جګړه کې یوازې پرې نه ږدي، خو ایمانویل مکرون نن اسراییلو ته له رسېدو سره سم د سیمې کچې ته د دې کړکېچ د پراخېدو په اړه هم خبرداری ورکړ.
مکرون د اسراییل له ولسمشر اسحاق هېرزوک سره د لیدنې پرمهال وویل چې فرانسه له اسراییل سره اوږه په اوږه ولاړه ده.
د هغه په وینا چې لومړی هدف باید په غزه کې د نیولو شویو برمته وو خوشې کېدل وي.
له مکرون مخکې، د لوېدیځ نورو مشرانو هم اسراییلو ته د سفر پرمهال د حماس ډلې د برید په ځواب کې له دې هېواد سره خواخوږي څرګنده کړې ده.